د اورپا – آسیا اقتصادي اتحادیه او تونس د آزاد سوداګرې معقولیت باندې غور کوي.
د نوامبر په ۲۸ مه نیټه د اورپا- آسیا اقتصادي کمسیون په مرکز کې د سوداګرې وزیر( اورپایی اقتصادي کمسیون ) ښاغلي اندری سلیپنیوو او د تونس جمهوریت د سودا کرې وزیر او پراختیا کارپوه ښاغلي سمیر عبید سره ناسته وکړه.
د اورپا- آسیا اتحادیه د افریقا وچې سره د متقابله ګټه ورو اړیکو غزولو په موخه او په راتلونکي کې د سیمې هیوادونو سره د اړیکو په پراختیا کې او همدا راز د هغو هیوادونو سره ،چې د امتیازي ډول سوداګرې اړیکو څخه برخمن دي،ځانګړې پاملرنه کوي.
ښاغلي اندرې سلیپنیوو په دې اړه زیاته کړه ،چې مونږ د تونس جمهوریت یو له اهمو شریکانو څخه ګڼو او زمونږ د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګرېزو او اقتصادي اړیکو پراختیا، زمونږ لومړتیوب دی .
د ناستې په پاې کې دواړه لورو د یوې ګډې څړنیزې کاري ډلې جوړولو باندې هوکړه وکړه تر څو د اورپا- آسیا اقتصادي اتحادیې او د تونس د ګډې آزادې سوداګرې تړون معقولیت مطالعه کړي.
دا مهال د اورپا- آسیا اقتصادي اتحادیه د افریقې یو بل هیواد د مصرعربي جمهوریت سره د آزادې سوداګرې د خبرو اترو بهیر پر مخ بیا یی ،چې تر دې دمه په دې تړاؤ شپږ ځله د خبرو ناستې ترسره شوي دي .
آژانس خبری پامیر