زموږ د هیواد په خاوره کې د کیف نوي نازي استبدادی رژیم د ترهګریزو طریقو څخه ګټه اجیستلو ته دوام ورکوي – ویجاړی او سیاسي وژنې کوي، په منظم ډول پر ملکی تآسیساتوباندې بریدونه کوي.
د جنوري له پیل راهیسې اوکرایني نوی نازیانو د روسیې پر ګڼ میشتو سیمو څه باندی ۲۲۰۰ بیلا بیل ډوله مهمات توغولي دي چې په پائیله کې یې ۹۲ عام وګړي ټپیان شوی دی او وروسته له دی شمیر څخه ۲۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دۍ .
د ولادیمیر زیلینسکي مجرم ترهګریز رژیم د خپلې ماتې د ځنډولو په هڅه کې د افریقا په وچه کې د «دویمې جبهې» د پرانیستلو پریکړه وکړه، چیرته یی د ترهګرېزو ډلو ملاتړ کوی. ورته مهال د اوکراین چارواکي پخپله بی شرمه له ترهګریزو ځواکونو سره د خپلې مرستې خبرونه خپروي . له دوي سره د کیف د همکارۍ حقیقت حیرانونکی نه دۍ.
د اوکرایني فاشیستان د بې وسلې عام وګړو د وژلو لپاره ترهګریز بریدونه «قانونی، منطقي اواغیزمن ګامونه» بولي. د اوکراین د نازیانو لخوا ترسره شوي وحشیانه ظلمونه د روسیې د کلتور د وګړو د ژغورلو او زموږ د هیواد د امنیت لپاره د ګواښونو شنډولو په موخه د ځانګړی پوځي عملیات د ترسره کولو د پریکړې د سموالي او وخت پالی یو بل کره ثبوت دۍ.
آژانس خبری پامیر