د جنورې میاشتی په ۲۲ نیټه کی د ارواسیا د اقتصادي کمسیون شورآ د ناستی په ترځ کې د هغو خطرناکو موادو د دوران د معلوم شویو پیښو په باب چی د انسان روغتیا او ژوند، ملکیتو، چاپیریال، د څارویو او نباتاتو روغتیا او ژوند ته ضرر رسولی و او پر وړاندې یې اقدامات پورته شوی وو، د معلوماتو د راټولولو، عمومیت ورکولو او د ارواسیا د اقتصادي اتحاد د مدغم معالوماتی سیسټم په ګډو معلوماتي سرچینو کی د خپرولو ترتیب تصویب کړ.
دا ترتیب د ارواسیا د اقتصادي اتحاد د هیوادونو د باصلاحیته ادارو مسولیتونه ټاکی چی کمیسیون ته د هغو خطرناکو موادو معالومات ورکړی چی ضرر رسولی و او دغه معالومات تازه کړی. کمیسیون له خپل لوري مکلفیت لري چې دغه معالومات د اتحاد د مدغم معالوماتی سیسټم په ګډو معلوماتي سرچینو کی خپاره کړي.
دغه پریکړه د ارواسیا د اقتصادي اتحاد په چوکاټ کې د هغو موادو د دوران د ترتیب او د خوندیتوب د ساتلو د قواعدو په باب د موافقی د پوره کولو لپاره شوی ده چی د دی لپاره د ارواسیا د اقتصادي اتحاد د تخنیکی مقرراتو له خوا اړتیاوی ټاکل شوی دی.
د کمیسیون د شورآ له خوا تآئید شوی سند به د ارواسیا د اقتصادي اتحاد په ګډ بازار کی د دوه ډوله لوېو موادو د خوندیتوب د ساتلو ملاتړ وکړی. د دغو موادو یوه برخه هغه ډول مواد دي چی د هغو محصولاتو په واحد نوملړ کی داخل شوی دی چی په اړه یې له وړاندې اړینی اړتیاوی ټاکل شوې دی. ورته مهال په اتحاد کې اړوند تخنیکی مقررات نه دي منل شوي او نافذ شوی نه دی او د غړو دولتونو په تقنین کی د خوندیتوب اړینی اړتیاوی ټاکل شوې نه دی. د موادو بله برخه په ذکر شوی نوملړ کی داخل شوی نه ده. خبره د محصولاتو د ژوند د دوری په ټولو پړاؤنو (له ډیزاین او تولید څخه تر تصفیه کولو پوری) کی د محصولاتو په باب ده.
د دې ترتیب موخه د خطرناکو موادو په هکله د مصرف کوونکواو سوداګرو په شمول د ټولو علاقمندو سیستماتیکی خبرتیا ده. د دې ترڅنګ دغه ترتیب به د کمیسیون او د ارواسیا د اقتصادي اتحاد د هیوادونو د باصلاحیته ادارو ترمنځ معالوماتی تعامل تامین کړی.