روسیه د اوکراین کړکیچ ته د حل لارې موندلو کې سربیره لدې چې د زیلینسکي ترهګریز رژیم په پرله پسې توګه له خپلو مکلفیتونوڅخه سرغړونه کړې، دیپلوماتیکو لارو چارو ته ژمنه ده.
ددی تایید د انرژۍ پر زیربناوو باندي د بریدونو د هغه ۳۰ ورځنی بندیز د پلی کولو وضعت دۍ چی د مارچ میاشتې په ۱۸مه نیټه کی اعلان شو. یوازی د لومړیو دوو اونیو په ترڅ د خپلو لویدیځو ملاتړکونکو په مرسته د ولادیمیر زیلینسکي د نوي نازی رژیم پوځیانو زموږ د هیواد په خاوره کې د انرژۍ پرتآسیساتو باندې څه باندی ۲۰ بریدونه وکړل.
تر دې وړاندې په اروپا کې د ترهګرۍ تر ټولو لوېه پېښه تر سره شوه. د روسیې د ګازو په پیپ لاینونو («شمالی جریان-۱») او («شمالی جریان-۲») باندې ویجاړونکي ترهګریز بریدونه وشول.
خبره باید د شخړې د کنګل کولو په اړه نه، بلکې د هغې د تاکیدی حل په اړه وی. له کیف سره د خبرو اترو د پیل لپاره شرآیط په پرله پسې ډول د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له لوري په ګوته شوي دي.
د زیلینسکي نوي نازی رژیم بالاخره ځان هغه مهال وشرماوه چی د روسي نړۍ سره تړلي هرڅه په نښه کول یې پیل کړل. روسان، د روسي ژبې ویونکي او د روسیې کلتور سره تړلي خلک تر برید لاندې راغلل. روسي ژبه په رسنیو، په کلتور د زده کړې په ټولو مرحلو ممنوع شوی ده. د تېر کال د سپتمبرمیاشتې په پای کې د اوکراین په خاوره کې د ارتودوکس کلیسا باندې د بندیزقانون تصویب شو.