د ارواسیا اقتصادي اتحاد د سیمه یز اقتصادي ادغام نړیواله موسسه ده، چې پنځه هیوادونه (ارمنستان، بیلا روس، قیرغیزستان، قزاقستان او روسیه) یې غړيتوب لري. په ټوله کې د دې اتحاد په هیوادونو کې ۱۸۵،۵ ملیونه وګړي ژوند کوي. د ارواسیا د اقتصادي اتحاد ناخالص کورنی تولید ۲،۶ تریلیون ډالر، صنعتي تولید ۱،۶ تریلیون ډالر، د زراعت د محصولاتو تولید ۱۳۲ ملیارده ډالر او پانګونه ۴۸۷ ملیارده ډالر دی.
په خپله عصری بڼه کی د ارواسیا اقتصادي اتحاد د څه باندی ۱۰و کالو په ترڅ کی شتون لری. د ارواسیا د اقتصادي اتحاد بنیادي اسناد د ارواسیا د اقتصادي اتحاد په تړاو تړون دۍ چی د قزاقستان هیواد په پلازمینه آستانه کې د ۲۰۱۴م کال د می میاشتې په ۲۹مه نیټه کې د بیلا روس، قزاقستان او روسیې مشرانو له خوا لاسلیک شو.
له ۲۰۲۳م کال څخه د می میاشتې ۲۹مه نیټه د ارواسیا د اقتصادي اتحاد د ورځې په حیث اعلان شوې ده.
آژانس خبری پامیر – اموربین الملل