د صدای پامیر د خبری آژانس د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۹مه نېټه، په پلازمېنه مسکو کې د ((طلایي مني)) تر سرلیک لاندې د اورآسیا د اقتصادي اتحادیې د کرهڼې د تګلارو د ریاست په مشرۍ غونډه وشوه. دغه ناسته د اورآسیا د اقتصادي کمیسیون د کرهڼې د تګلارو د رئیسې نایرې کاراپاتیان په مشري جوړه شوې وه.
په غونډه کې د اتحادیې د غړو هېوادونو د کرهڼې او مالدارۍ د ادارو استازو، متخصصینو، علمي څېړنیزو مرکزونو، لابراتوارونو او یو شمېر انفرادي کارپوهانو برخه اخیستې وه.
د ناستې اصلي تمرکز د اصیل نسل مالدارۍ د سرچینو د بازار د ودې پلان، د تطبیق میکانیزمونو، د اصیل نسل د وسایلو جوړښت او ډول، او د مالدارۍ د دیجیتالي کولو پر موضوعاتو وو.
نایرې کاراپاتیان په خپلو څرګندونو کې وویل، چې د اصیل نسل روزنه د کرهڼې د صنعت د ودې او د سیالۍ د کچې لوړولو لپاره تر ټولو مهم بنسټیز شرط دی.
هغې زیاته کړه، چې په راتلونکې کې د اورآسیا اقتصادي اتحادیه به د عرضې او تقاضا، وارداتو او صاداراتو، د کرهڼې او مالدارۍ د توکو د انتقال، او د اصیل نسل د سرچینو په اړه د معلوماتو د شریکولو په برخه کې ګډ میکانیزمونه رامنځته کړي.
کاراپاتیان ټینګار وکړ، چې دا بهیر به د غړو هېوادونو ترمنځ د اصلي توکو د سوداګرۍ او د کرهڼې د سکتور د ودې لپاره یو اغېزمن او ګټور فرصت برابر کړي.
د اورآسیا اقتصادي اتحادیې دا نوښت کولی شي د غړو هېوادونو ترمنځ د کرهڼې او مالدارۍ همکاري لا پیاوړې کړي، د نوې ټکنالوژۍ له لارې د تولید کچه لوړه کړي او سیمهییز بازار ته د اصیل نسل د مالدارۍ نړیواله سیالي ور داخل کړي.













