• امروز : سه شنبه, ۲۱ میزان ۱۴۰۵
  • برابر با : Tuesday - 13 October - 2026
کل 12023 امروز 14

اخبار ویژه

قراردادهای تجارتی به ارزش بیش از ۹۳۴ میلیون دالر در نمایشگاه ابوحنیفه امضا شد والی‌های هفت ولایت افغانستان درباره مسائل امنیتی و اقتصادی گفت‌وگو کردند ملا برادر خواستار کمک‌های مالی و فنی جهان برای مقابله با تغییرات اقلیمی در افغانستان شد طالبان پخش رادیو بی‌بی‌سی روی موج اف‌ام در افغانستان را متوقف کردند هیأت ۵۰ نفری بازرگانان افغانستان در نمایشگاه بین‌المللی اندونزیا اشتراک می‌کند وزیر آب و انرژی طالبان از نمایشگاه بین‌المللی انرژی در ریاض دیدار کرد ۱۳ کارگر در پروان از سوی طالبان بازداشت شده‌اند؛ سرنوشت آنان پس از ۲۷ روز نامعلوم است روزانه تا ۳۰۰ واگن باری از مسیر خط آهن حیرتان وارد افغانستان می‌شود متقی: جامعه جهانی برای تأمین معیشت بدیل کشاورزان افغانستان اقدام کافی نکرده است ​انتقاد تند مولوی حبیب‌الله حسام از پادشاهان عرب: شما مایه شرم و ذلت امت اسلامی هستید درانی: ادامه دشمنی طالبان با پاکستان به زیان افغانستان تمام می‌شود مهاجر فراهی: تلاش برای کشاندن افغانستان به جنگ با پاکستان پروژه خارجی‌ها است مقام امنیتی روسیه: بازگشت پایگاه‌های نظامی امریکا به افغانستان تهدیدی برای منطقه است حقانی و نماینده ویژه اتحادیه اروپا درباره امنیت و تنش‌های طالبان و پاکستان گفت‌وگو کردند اوچا: بازگشت‌ کنندگان افغان پیش از فرارسیدن زمستان به کمک‌های فوری نیاز دارند

♥10

د روسیې سفیر: د مې ۹مه د نازي جرمني د ماتې او په اروپا کې د دویمې نړیوالې جګړې د پای ورځ ده

  • کد خبر : 90215
  • 15 ثور 1405 - 16:08
د روسیې سفیر: د مې ۹مه د نازي جرمني د ماتې او په اروپا کې د دویمې نړیوالې جګړې د پای ورځ ده
دیمیتری ژیرنوف، په افغانستان کې د روسیې سفیر، د مې ۹مې د اهمیت په اړه ویلي چې دا ورځ د نازي جرمني پر وړاندې د بریا او په اروپا کې د جګړې د پای په مناسبت، د دویمه نړیواله جګړه په لړ کې نمانځل کېږي.

د پامیر غږ خبري آژانس د راپور له مخې، په کابل کې د روسیې سفیر د مې ۹مې (د بریا ورځې) د رارسېدو په درشل کې ویلي چې دا ورځ د روسیې د خلکو لپاره له تر ټولو مهمو تاریخي مناسبتونو څخه ده؛ هغه ورځ چې پکې نازي جرمني په ۱۹۴۵ کال کې تسلیم شو او په اروپا کې دویمه نړیواله جګړه پای ته ورسېده.

د هغه په وینا، دا ورځ د میلیونونو هغو انسانانو د قربانۍ، زړورتیا او اتلولۍ نښه ده چې د نازیزم پر وړاندې ودرېدل او په پای کې یې د اروپا د ازادۍ او نړیوالې سولې لپاره زمینه برابره کړه.

ژیرنوف زیاته کړه چې د روسیې خلک دا ورځ د ملي جشن په توګه لمانځي او د قربانیانو او پخوانیو سرتېرو یاد په درناوي سره تازه کوي. هغه ټینګار وکړ چې د جګړې پر مهال، شوروي اتحاد د نازي ځواکونو په ماتولو کې بنسټیز رول لوبولی او نږدې ټولې کورنۍ په دې هېواد کې د جګړې له اغېزو اغېزمنې شوې دي.

هغه همدارنګه د هغه څه په اړه چې د دویمې نړیوالې جګړې د تاریخ «تحریف» یې وباله، خبرداری ورکړ او ویې ویل چې د شوروي رول کم ارزښته کول یا د نازیزم ستاینه د منلو وړ نه ده.

په دوام کې، د روسیې سفیر اوسني وضعیت ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې هېواد یې یو ځل بیا له جګړې سره مخ دی او روسي ځواکونه د «ځانګړو پوځي عملیاتو» په چوکاټ کې د هغو کسانو پر وړاندې جګړه کوي چې هغه یې نئونازیان بولي او د دونباس سیمې له اوسېدونکو دفاع کوي.

 

د پامیر غږ خبري آژانس

لینک کوتاه : https://pamiragency.com/?p=90215

ثبت دیدگاه

مجموع دیدگاهها : 0در انتظار بررسی : 0انتشار یافته : 0
قوانین ارسال دیدگاه
  • دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط تیم مدیریت در وب منتشر خواهد شد.
  • پیام هایی که حاوی تهمت یا افترا باشد منتشر نخواهد شد.
  • پیام هایی که به غیر از زبان فارسی یا غیر مرتبط باشد منتشر نخواهد شد.