د روسیې فدراسیون د بهرنیو چارو وزارت هر کال په څیر د اتل جوړونې ،نازیزم، د نوي نازیزم خپرولواو نورو بیلا بیلوعملي ډولونو د توکم پالنې،زور زیاتی ،له پردېو کرکه او ورپورې تړلي نه زغم په هکله ګزارش خپور کړی دی .
په خواشنې سره اړ یو ووایو،چې تاریخ د تکراریدو په حال کې دی او هغه الګو ،چې د فاشیستي جرمني او جګړه غوښتونکي جاپان کې شتون درلود ، نن ورځ په ځینو هيوادونود پلي کیدونکي ،چې د دې هيوادونو حکومتونه نه یوازې د ناسیزم صفت کوي ،ترڅنک یې په خورا مینه اوځوږ سره هغه پلي کوي .
داسې بریښې ،چې دا ډول هڅې د عامه فکرد بدلون په موخه ،د تاریخي یادګارونو له منځه وړلو او د نوي نسل په منځ کې د نوي نازیزم خپراوي په موخه تر سره کیږي.
داسې بریښې ،چې دویمې نړیوالې جکړې په تاریخ کې لاسوهنې ، د شوروي اتحاد وګړو اتلوالي پر واړندې چوپتیا غوره کول ،پر فاشیزم بریآ او په ماتولو کې د شوروي ونډه کوچنۍ په ګوته کول ،یوه مخه ېزه بڼه خپله کړیده . په ځانکړې ډول خواشینې کوونکي یې لا دا ده ،چې د هغو هیوادونو حکومتونه ،چې د هیتلر پر وړاندې ډلې ملاتړي ول د خپلو سرتیرو ،عامه وګړو اتلوالې او کارنامې تر پښو لاندې کوي ،هغه چا ،چې خپل خوږ ژوند د فاشیزم پروړاندې د مبارزې له پاره ډالۍ کړی دی.
په اوکراین کې د نازیزم ډلو ټپلو ځپلوله منځه وړلو او بې وسلې کولو او د دونباس ملکي وګړو د ژوند او سرو مال خوندي ساتلو په موخه د ځانګړو پوځي عملیاتو پیل ،ډله ېز لویدیځ په بربنډه توګه د کیف د فاشیستي تګلارې جوړښت ملاتړ او مرسته کوي ،چې دا رژیم همدا راز د دوي له پلوه په پرله پسې توګه وده ورکړل شوې ده .
په ګزارش کې وړاندې شوي دلایل د روسیې تر ملاتړلاندې تیزس سپیناوي کوي .په دې تیزس کې راغلي دي ،چې د توکم پالنې او د نازسیزم اتل ښودنې د نیورنبرګ محکمې د نه بدلیدونکو پریکړې په مخالفت کې دي.
په بل لورې کې نیغ په نیغه د موکراسې بنیادي ارزښتونه او د بشر حقوق او په ټوله کې نړیوال امنیت ته ګواښوي.
د دې ګزارش مکمل متن د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په پاڼه (د بهرني سیاست په برخه ) کتلی شئ.
آژانس خبری پامیر