د پامیر غږ خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په بهر کې د روسي وګړو او هېوادوالو د وضعیت په اړه خپل وروستی راپور یې د دغه وزارت پر رسمي وېبپاڼه خپور کړی دی. د یاد وزارت په وینا، له پولو بهر د روسیې د اتباعو د حقونو ساتنه د مسکو د بهرني سیاست له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.
د راپور پر بنسټ، په یو شمېر بهرنیو هېوادونو کې د روسیې د وګړو او هېوادوالو پر وړاندې د تبعیض او د حقونو د نقض پېښې ثبت شوې دي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دغه کړنې د نړیوالو اصولو او تعهداتو خلاف بللي او د دې ډول چلند د دوام په اړه یې خبرداری ورکړی دی.
یاد وزارت ټینګار کړی چې روسیه به د خپلو وګړو او هېوادوالو پر وړاندې تبعیضي چلند ونه مني او د دغو اقداماتو پر وړاندې به له بېلابېلو دیپلوماتیکو او حقوقي لارو چارو کار واخلي. همدارنګه مسکو اعلان کړی چې په بهر کې د خپلو اتباعو د وضعیت څارنې ته به دوام ورکړي او د حقونو د نقض ټول موارد به په دقت ثبت کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په پای کې ویلي چې هغه هېوادونه چې پکې د روسانو پر وړاندې تبعیضي چلند کېږي، باید خپلو نړیوالو تعهداتو ته ژمن پاتې شي.
د راپور بشپړ متن په لینکونو کې ولولئ:
(روسي) https://mid.ru/ru/foreign_policy/doklady/2063001/
(انګلیسي) https://mid.ru/ru/foreign_policy/doklady/2063001/?lang=en













