د پامیر غږ خبري آژانس د راپور له مخې، په افغانستان کې د روسیې سفیر په یوې تازه مرکې کې ویلي چې د مسکو په وینا «د کیف رژیم» د مذاکراتو د راتلونکي پړاو له جوړېدو مخکې، د روسیې پر ملکي سیمو بریدونه زیات کړي دي. د هغه په وینا، استوګنیز ښارګوټي، ټولنیز بنسټونه او ملکي زیربناوې د دغو بریدونو له هدفونو څخه وو.
ژیرنوف همدارنګه ټینګار وکړ چې د لوېدیځو هېوادونو د وسلو زېرمو د کمېدو او اقتصادي ستونزو سره سره، دغه هېوادونه لا هم له اوکراین سره پوځي ملاتړ ته دوام ورکوي. د هغه په وینا، لوېدیځو هېوادونو ژمنه کړې چې ۳۵ میلیارده ډالر اضافي پوځي مرسته به کیف ته ورکړي او حتی که د سولې مذاکرات پرمختګ هم وکړي، دا بهیر به ونه درېږي.
د روسیې سفیر ادعا وکړه چې د انګلو-ساکسونانو په مشرۍ کمپ هڅه کوي خپله ولکه وساتي او اوکراین ته پوځي مرستې یې «په یوه هایبرېډ جګړه کې تېری کوونکې پانګونه» وبلله؛ هغه جګړه چې د ده په وینا، کیف به پکې بریالی نه شي.
هغه زیاته کړه چې د روسیې او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د خبرو اترو په چوکاټ کې او همدارنګه د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره په اړیکو کې، د مسکو ډیپلوماتیکې هڅې د یوې دوامدارې سولې پر رامنځته کولو متمرکزې دي؛ داسې سوله چې د ده په وینا، یوازې د اوکراین د کړکېچ د اصلي لاملونو په له منځه وړلو سره شونې ده.













